تبليغاتX
د سرو زرو صندوق
پښتو معلوماتي او تفريحي وېبلاګ
 په مکه کې د نړۍ لویه ګړۍ جوړيږي

د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز په امر په مکه مکرمه کې د نړۍ تر ټولو لوړ منار او ګړۍ جوړيږي. د شرق الاوسط انټرنېټپاڼې په وينا، د مکې امير عبدالمجيد بن عبدالعزيز ويلي،چې دغه ګړۍ به د حرم شريف پر وړاندې د ملک عبدالعزيز په وقف شوي برج يا منار کې جوړيږي. دغه منار به 380 متره لوړوالی لري او د منار په څلورواړو اړخونو کې به ګړۍ اېښودل کيږي. تر ټوله لويه ګړۍ به 80 متره لوړوالی،65متره پلنوالی او 39 متره پيړوالی لري.

 

 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 کور يې په برقي اره دوه ځايه کړ

يوه الماني وګړي خپلې مېرمنې ته تر طلاق وروسته کور له هغېسره په برقي ارې نيم کړ. د مترو انټرنېټ پاڼې په وينا، دغه 43 کلن نارينه له خپلې مطلقه ښځې سره تر ګڼو ناندريو وروسته پرېکړه وکړه، چې کوربه ورسره نيموي. دغه  نارينه  د المان په ختيزه سيمه سورنبرګ کې اوسيږي.

 

 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د نړۍ تر ټولو اوږد کباب پوخ شو

د نړۍ تر ټولو اوږد کباب په ماليزيا کې د ملټي ميډيا پوهنتون محصلينو جوړ کړ. دغه کباب 2016 متره اوږدوالی لري او په پخلي کې يې نږدې 1800جرګان کارول شويدي.  دغه کباب په دريو ورځو کې پوخ شوی دی. دغه کباب د ياد شوي پوهنتون د لسمې کاليزې په وياړ پوخ شوی او ټاکل شوېده د ريکارډونو په نړيوال کتاب کې وليکل شي.

 

 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 هغه له هرچا مچكې اخلي!!

د برازيل يو اوسېدونكى د خپلو جالبو او هيښندو كارونو له امله د برازيل په خلكو كې له يوه ځانګړي شهرته برخمن دى. " جوزامورا" چې هرې غونډې او محفل ته ځي له خلكو مچكې اخلي. هغه غواړي د نړۍ له ټولو مشهورو، شتمنو او ښكلو كسانو مچكې واخلي او دغه كار ددې لامل ګرځېدلى، چې په ځلونو ځلونو زندان ته ور ټېل وهل شي.
 جوزا مورا، په دغه كار سره څو ځله ډبول شوى هم دى، خو نور يې پوليس هم له نيولو ستړي شويدي. مورا يو ځل د برازيل په يوه سل زره كسيزه غونډه كې د هغه هېواد له مشهورې سينمايي لوبغاړې " فينك سنتاره" مچكه واخسته. كله، چې د انګلستان شاه لور" ډيانا" برازيل ته لاړه جوزا يې د مچكې اخستلو هڅه وكړه، خو پوليسو له خوا دومره وډبول شو، چې لاس يې هم پكې مات شو. اوس،چې كله په برازيل كې غونډې او محفلونه جوړيږي، موراجوزا بندي كيږي. هغه غواړي، په راتلونكي كې له ټولو ښكلو سينمايي نجونو او د فوټبال له مشهور لوبغاړي مېراډونا مچكې واخلي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 هغه په غوږونو درس لولي!

د سويلي افريقا د " ډرين" ښار 12 كلن زده كوونكى " ريګي واكر" ښايي د نړۍ لومړنى كس وي، چې د سترګو پرځاى په غوږونو درس لولي. ريګي واكر كولاى شي په خپلو غوږونو سره تر دريو فټو پورې هره ليكنه وويني او ويې لولي. اروايي څيړونكي وايي، ددغه هلك له دغو هيښوونكو ځانګړنو داسې جوتيږي، چې ځينې انسانان د خپل نفسياتي شعور له مخې بريالي وي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 داسې كس هم شته، چې سګرټ خوري!

د برتانيې 66 كلن وګړى" ويزهاسكنز" له ډېرې مودې راهيسې د سګرټو پر خوراك روږدى شوى دى. دغه كس د څلورو بچيانو پلار دى او له تېرو څلوېښتو كلونو راسې سګرټ خوري.
 د انګلستان د خبري رسنيو د خبر له مخې، " ويزهاسكنز" پر سګرټ خوړلو هغه مهال پيل وكړ، كله يې، چې ملګرو د برمنګهم ښار په يوه شراب خونه كې د سګرټ څكولو ست ورته وكړ. ويز وايي، پر سګرټو روږدى نه و، خو د ملګرو د پيغورونو له امله دې ته اړ شو، چې د څكولو پر ځاى يې په ساندويچ كې وخوري.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د تلويزيون كتلو تر ټولو اوږد ريكارډ مات شو

په كاناډا كې يو سرېلانكايى وګړى پر دې پريالى شو، چې له ځنډ او لرغې پرته د تلويزيون په پرله پسې نندارې د تلويزيون كتلو نړيوال ريكارډ مات كړي.
 د رويټر خبري اژانس د خبر له مخې، سورش جواسيم 69 ساعته او48 دقيقې پرلپسې تلويزيون ته وكتل او خپل نوم يې د ريكاردونو په نړيوال كتاب كې ثبت كړ. د ريكارډونو د نړيوال كتاب د تګلارو له مخې ريكارډ ټينګوونكي كولاى شي تر هرنيم ساعت وروسته 5 دقيقې دمه وكړي او په هرو اتو ساعتونو كې د 15 دقيقو لپاره ويده شي. د تلويزيون كتلو د پخواني ريكارډ ټولټال وخت 50 ساعته او 7 دقيقې و. پخوانى ريكارډ هم جواسيم ټينګ كړى و.
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 پاټك خان 130 كاله عمر لري!

دخوست يو تن استوګن پاټك خان د 130 كلونو په عمر د نړۍ د اوږده عمر ريكارډ مات كړ.
 پاټك خان تېره اونۍ د ولسي جرګې په ټاكنو كې برخه واخسته او دغه ټاكنې يې د افغانستان په تاريخ كې يو نوى باب وباله. پاټك خان له روغتيايي اړخه په بدن روغ دى او په تګ راتګ كې دومره جدي ستونزه نه لري. پاټك خان كولاى شي د 130 كلونو په اوږده عمر سره د نړۍ د ترټولو سپين ږيري او لوړعمره كس ريكارډ ټينګ كړي.د افغانستان د اطلاعاتو او كولتور وزارت كولاى شي له پاټك خان او يوه بل انجنير سره د نړيوال ريكارد په ټينګښت او ثبتېدا كې مرسته وكړي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 په تشناب كې ژوند كوي!

ايا د لويديز په څېر په يوه متمدنه او پرمختللې ټولنه كې به تاسې دا ومنئ، چې يو څوك دې په تشناب كې و پايي؟ هو، دا رښتيا ده. د اسټراليا د يوې كورنۍ درې تنه وګړي په يوه ولسي تشناب كې شپې ورځې تېروي، دغه كورنۍ هغه مهال تشناب ته اړه شوه، چې د كور مشر يې له دندې ګوښه او د كور كرايه يې لوړه شوه. د كور څښتن له دغې كورنۍ نه 200 ډالره كرايه غوښته، خو دوى يې وس نه درلود. په پاى كې دې ته اړ شول، چې په يوه ولسي يا عامه تشناب كې و اوسيږي. د كور څښتن وايي، د شپې له مهاله ګڼ شمېر خلك ددوى ور ور ټكوي، خو پر دې نه پوهيږي، چې دلته يوه بېوزله كورنۍ اوسيږي.
 دغې كورنۍ په خپل تشنابي كور كې يو تلويزيون او يخچال هم اېښي دي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د نړۍ تر ټولو ټيټه ښځه هم پيدا شوه

ايا تاسې باور كولاى شئ، چې د اسټراليا په پلازمېنه كې يوه 33 كلنه ښځه " سويي مكينزي" په 34 اينچه قد سره د نړۍ تر ټولو ټيټه ښځه ګڼل كيږي، خو دا به نوره هم هيښنده وي، چې سويي مكينزي ددوو لوړ قدو بچيانو مور ده.
 سويي د انتوني او اينډريا په نومونو دوه بچيان لري، چې عمرونه يې 20 او 15 كلونو ته رسيږي. د ماشومانو مور " سويي مكينزي" وايي، كله، چې سينما ته ځو ټكټ پلورونكي له موږه د نيم ټكټ پيسې اخلي. 
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 
 
پورته