تبليغاتX
د سرو زرو صندوق
پښتو معلوماتي او تفريحي وېبلاګ
 په مکه کې د نړۍ لویه ګړۍ جوړيږي

د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز په امر په مکه مکرمه کې د نړۍ تر ټولو لوړ منار او ګړۍ جوړيږي. د شرق الاوسط انټرنېټپاڼې په وينا، د مکې امير عبدالمجيد بن عبدالعزيز ويلي،چې دغه ګړۍ به د حرم شريف پر وړاندې د ملک عبدالعزيز په وقف شوي برج يا منار کې جوړيږي. دغه منار به 380 متره لوړوالی لري او د منار په څلورواړو اړخونو کې به ګړۍ اېښودل کيږي. تر ټوله لويه ګړۍ به 80 متره لوړوالی،65متره پلنوالی او 39 متره پيړوالی لري.

 

 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 کور يې په برقي اره دوه ځايه کړ

يوه الماني وګړي خپلې مېرمنې ته تر طلاق وروسته کور له هغېسره په برقي ارې نيم کړ. د مترو انټرنېټ پاڼې په وينا، دغه 43 کلن نارينه له خپلې مطلقه ښځې سره تر ګڼو ناندريو وروسته پرېکړه وکړه، چې کوربه ورسره نيموي. دغه  نارينه  د المان په ختيزه سيمه سورنبرګ کې اوسيږي.

 

 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د نړۍ تر ټولو اوږد کباب پوخ شو

د نړۍ تر ټولو اوږد کباب په ماليزيا کې د ملټي ميډيا پوهنتون محصلينو جوړ کړ. دغه کباب 2016 متره اوږدوالی لري او په پخلي کې يې نږدې 1800جرګان کارول شويدي.  دغه کباب په دريو ورځو کې پوخ شوی دی. دغه کباب د ياد شوي پوهنتون د لسمې کاليزې په وياړ پوخ شوی او ټاکل شوېده د ريکارډونو په نړيوال کتاب کې وليکل شي.

 

 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 هغه له هرچا مچكې اخلي!!

د برازيل يو اوسېدونكى د خپلو جالبو او هيښندو كارونو له امله د برازيل په خلكو كې له يوه ځانګړي شهرته برخمن دى. " جوزامورا" چې هرې غونډې او محفل ته ځي له خلكو مچكې اخلي. هغه غواړي د نړۍ له ټولو مشهورو، شتمنو او ښكلو كسانو مچكې واخلي او دغه كار ددې لامل ګرځېدلى، چې په ځلونو ځلونو زندان ته ور ټېل وهل شي.
 جوزا مورا، په دغه كار سره څو ځله ډبول شوى هم دى، خو نور يې پوليس هم له نيولو ستړي شويدي. مورا يو ځل د برازيل په يوه سل زره كسيزه غونډه كې د هغه هېواد له مشهورې سينمايي لوبغاړې " فينك سنتاره" مچكه واخسته. كله، چې د انګلستان شاه لور" ډيانا" برازيل ته لاړه جوزا يې د مچكې اخستلو هڅه وكړه، خو پوليسو له خوا دومره وډبول شو، چې لاس يې هم پكې مات شو. اوس،چې كله په برازيل كې غونډې او محفلونه جوړيږي، موراجوزا بندي كيږي. هغه غواړي، په راتلونكي كې له ټولو ښكلو سينمايي نجونو او د فوټبال له مشهور لوبغاړي مېراډونا مچكې واخلي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 هغه په غوږونو درس لولي!

د سويلي افريقا د " ډرين" ښار 12 كلن زده كوونكى " ريګي واكر" ښايي د نړۍ لومړنى كس وي، چې د سترګو پرځاى په غوږونو درس لولي. ريګي واكر كولاى شي په خپلو غوږونو سره تر دريو فټو پورې هره ليكنه وويني او ويې لولي. اروايي څيړونكي وايي، ددغه هلك له دغو هيښوونكو ځانګړنو داسې جوتيږي، چې ځينې انسانان د خپل نفسياتي شعور له مخې بريالي وي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 داسې كس هم شته، چې سګرټ خوري!

د برتانيې 66 كلن وګړى" ويزهاسكنز" له ډېرې مودې راهيسې د سګرټو پر خوراك روږدى شوى دى. دغه كس د څلورو بچيانو پلار دى او له تېرو څلوېښتو كلونو راسې سګرټ خوري.
 د انګلستان د خبري رسنيو د خبر له مخې، " ويزهاسكنز" پر سګرټ خوړلو هغه مهال پيل وكړ، كله يې، چې ملګرو د برمنګهم ښار په يوه شراب خونه كې د سګرټ څكولو ست ورته وكړ. ويز وايي، پر سګرټو روږدى نه و، خو د ملګرو د پيغورونو له امله دې ته اړ شو، چې د څكولو پر ځاى يې په ساندويچ كې وخوري.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د تلويزيون كتلو تر ټولو اوږد ريكارډ مات شو

په كاناډا كې يو سرېلانكايى وګړى پر دې پريالى شو، چې له ځنډ او لرغې پرته د تلويزيون په پرله پسې نندارې د تلويزيون كتلو نړيوال ريكارډ مات كړي.
 د رويټر خبري اژانس د خبر له مخې، سورش جواسيم 69 ساعته او48 دقيقې پرلپسې تلويزيون ته وكتل او خپل نوم يې د ريكاردونو په نړيوال كتاب كې ثبت كړ. د ريكارډونو د نړيوال كتاب د تګلارو له مخې ريكارډ ټينګوونكي كولاى شي تر هرنيم ساعت وروسته 5 دقيقې دمه وكړي او په هرو اتو ساعتونو كې د 15 دقيقو لپاره ويده شي. د تلويزيون كتلو د پخواني ريكارډ ټولټال وخت 50 ساعته او 7 دقيقې و. پخوانى ريكارډ هم جواسيم ټينګ كړى و.
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 پاټك خان 130 كاله عمر لري!

دخوست يو تن استوګن پاټك خان د 130 كلونو په عمر د نړۍ د اوږده عمر ريكارډ مات كړ.
 پاټك خان تېره اونۍ د ولسي جرګې په ټاكنو كې برخه واخسته او دغه ټاكنې يې د افغانستان په تاريخ كې يو نوى باب وباله. پاټك خان له روغتيايي اړخه په بدن روغ دى او په تګ راتګ كې دومره جدي ستونزه نه لري. پاټك خان كولاى شي د 130 كلونو په اوږده عمر سره د نړۍ د ترټولو سپين ږيري او لوړعمره كس ريكارډ ټينګ كړي.د افغانستان د اطلاعاتو او كولتور وزارت كولاى شي له پاټك خان او يوه بل انجنير سره د نړيوال ريكارد په ټينګښت او ثبتېدا كې مرسته وكړي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 په تشناب كې ژوند كوي!

ايا د لويديز په څېر په يوه متمدنه او پرمختللې ټولنه كې به تاسې دا ومنئ، چې يو څوك دې په تشناب كې و پايي؟ هو، دا رښتيا ده. د اسټراليا د يوې كورنۍ درې تنه وګړي په يوه ولسي تشناب كې شپې ورځې تېروي، دغه كورنۍ هغه مهال تشناب ته اړه شوه، چې د كور مشر يې له دندې ګوښه او د كور كرايه يې لوړه شوه. د كور څښتن له دغې كورنۍ نه 200 ډالره كرايه غوښته، خو دوى يې وس نه درلود. په پاى كې دې ته اړ شول، چې په يوه ولسي يا عامه تشناب كې و اوسيږي. د كور څښتن وايي، د شپې له مهاله ګڼ شمېر خلك ددوى ور ور ټكوي، خو پر دې نه پوهيږي، چې دلته يوه بېوزله كورنۍ اوسيږي.
 دغې كورنۍ په خپل تشنابي كور كې يو تلويزيون او يخچال هم اېښي دي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د نړۍ تر ټولو ټيټه ښځه هم پيدا شوه

ايا تاسې باور كولاى شئ، چې د اسټراليا په پلازمېنه كې يوه 33 كلنه ښځه " سويي مكينزي" په 34 اينچه قد سره د نړۍ تر ټولو ټيټه ښځه ګڼل كيږي، خو دا به نوره هم هيښنده وي، چې سويي مكينزي ددوو لوړ قدو بچيانو مور ده.
 سويي د انتوني او اينډريا په نومونو دوه بچيان لري، چې عمرونه يې 20 او 15 كلونو ته رسيږي. د ماشومانو مور " سويي مكينزي" وايي، كله، چې سينما ته ځو ټكټ پلورونكي له موږه د نيم ټكټ پيسې اخلي. 
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 18 كلنه جينۍ هلك وخوت!

ګلف نيوز د مصر د يوې مشهورې ورځپاڼې " الحرم" په حواله خبر وركړ، يو مصرۍ جينۍ، چې پوره 18 كاله د نجونو په بڼه او څېره و پايېده، په پاى كې هلك را وخوت. دغه 18 كلن هلك پر دې بريالى نه شو، چې په خپلو همزولو نجونو كې د ښځينه حركاتو ښكارندويي وكړي.
 ډاكټرانو له ګڼ شمېر ټېسټونو او څيړنو پلټنو وروسته هغه نارينه و باله او نجونو ته يې خبر وركړ، چې نورې لرې ترې وګرځي. دغه هلك اوس خپل نوم احمد اېښى او اوس د مصر په يوه پوهنتون كې پر زده كړو بوخت دى.
 د الحرم ورځپانې په وينا، د مصر د اسلامي قوانينو له مخې جنسي تبديلي غير قانوني چاره ده، خو احمد له دې امله نارينه و بلل شو، چې په هغه كې له ډېر پخوانه د نارينتوب نښې نښانې تر سترګو كېدلې.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 څلور كيلو مټره اوږد مېز !

د جرمني په يوه كلي كې د شرابو په يوه محفل كين د مېز شاوخوا 15 زره كسه راغونډ شوي وو. دغه مېز، چې اوږدوالى يې څلورو كيلو مټرو ته رسيږي، د نړيوالو ريكارډونو په كتاب كې ثبت شو. پر مېز دړ شراپو ترڅنګ 1500 كيلوګرامه قيمه، 2000 كيلو ګرامه سره شوې غوښه، 3000 كيلو ګرامه سلاد او 1500 كيلو ګرامه اچار ايښي وو. همداراز 20 زره لېټره شراب هم پرې اېښي و. 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 خېټه نه ده، سمه بوشكه ده!

د مشيګن په يوه رسټورانټ كې په يوه ورځ 15 چرګان خوړلي وو. همداراز هغه د هګيو د خوراك ريكارډ هم لري، هغه په يوه ورځ 300 اومې هګۍ وامريكا د متحده ايالاتو په " مشيګن" ايالت كې د " ايډي نيډلس" په نوم يو كس اوسيږي، چې د نړۍ تر ټولو خېټور كس بلل كيږي. ايډي شپږ فټه قد او 210 كيلو ګرامه وزن لري. ايډي په يوه وخت د شپږو كسانو په كچه خوراك كوي او په يوه وخت دومره غوښه خوري، چې د يوې پنځه كسيزې كورنۍ لپاره يوه اونۍ كار وركوي.
" ايډي نيډلس" څو كاله مخكې د خوړې.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 په برازيل كې د نړۍ د شتمنې جينۍ واده!

د برازيل د ودونو په لسيزه كې د اتيناروسل په نوم د نړۍ يوه شتمنه جينۍ غواړي واده وكړي.
 د يونان شل كلنه ملياردره جينۍ " اتيناروسل اوناسيس" غواړي د برازيل د المپيك د اس ځغلولو له 32 كلن اتل " بالوارولفونسود" سره واده وكړي. ددغه واده مراسم به تر ټينګوامنيتي تدابيرو لاندې د سايوپايولو ښار د هنرونو په موزيم كې ترسره كيږي. اوناسيس، چې شتمني يې تر يو مليارد ډالرو زياته شمېرل كيږي، څوكاله وړاندې يې له خپل راتلونكي خاوند سره وكتل ، دغې كتنې د اوناسيس په زړه كې د مينې زړي و ټوكول او دغه مينه په پاى كې د واده پر پرېكړې تمامه شوه. اتينا سږ كال 21 كلنه كيږي او د اوناسيس د خيريه ټولنې مشري به پر غاړه اخلي، دغه ټولنه هم نږدې يو مليار ډالره پانګه لري. اتينا له شتمنۍ سره سره پوهنتون ته نه ده تللې او يوناني ژبه ترې هېره شوې ده.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د نړۍ تر ټولو جګ پټرول پمپ!

د نړۍ تر ټولو جګ پټرول پمپ د هند تر ولكې لاندې كشمير كې ښودل شوى دى.
 دغه پمپ ، چې د كشمير د لداخ ولسوالۍ په مركز " لهيه" كې جوړ شوى ، له ځمكې نه 20 زره او درې سوه فټه لوړوالى لري. دغه پمپ ته په يوه 210 ميله اوږده پايپ سره پټرول ور خېږول كيږي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 په سترګو هم كتاب ليكل كيږي!

55 كلنه " حناياماباټا" لومړنۍ مېرمن ده، چې د سترګو په وسيله يې يو 280 مخيز كتاب وليكه. دغه مېرمن اته كلنه وه، چې د يوې ناڅرګندې ناروغۍ له امله شله شوټه شوه. ياماباټا وروسته د اسټراليا د سډني په يوه روغتون كې بستر شوه او د كتاب ليكلو لپاره يې يو داسې ماشين وموند، چې د سترګو په رپ سره يې كار كاوه. ددغه ماشين په پرده كې بېلابېل توري او يوه سره رنګې كرښه راځي، دغه كرښه د انسان د سترګو له رپ سره اړيكي نيسي ، كله، چې سترګې پر ټاكلي توري ونښلي، كرښه هم همغه تورى ليكي. حناياماباټ دغه كتاب په دوو كلونوكې بشپړ كړاى شو.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 شيبه په شيبه ګړۍ كتل مرګ راولي!

ګړۍ تړل او بيا په څلونوځلو وخت كتل د ناروغيو لامل ګرځي. د امريكا د يوې ساينسي خپرونې د خپاره شوي مضمون پر بنسټ د وخت د پابندۍ له امله انسان ته عصبي او اروايي ناروغۍ پيداكيږي او دغه ناروغۍ په خپل وروستي پړاو كې د زړه او دماغو پر كنګلتياتماميږي.
 خپرونه وايي، ګړۍ تړلې مه پرېږدئ، كله كله يې له لاس نه و باسئ،تاسې به د ګړۍ د نشوتوالي پر مهال و انګيرئ،چې له ګړۍ پرته هم د وخت پابند ياست. رنځپوهان وايي، كله هم چاته د ملاقات پرمهال پوره وخت مه ښيئ، ورته واياست د شپږو بجو په شاوخوا كې راځو. په لږ وخت كې د ډېر كار له امله هم اعصاب تر اغيز لاندې راځي، كه غواړئ ډېر كار وكړئ تر ټاكلي وخت مخكې لاړ شئ، چې په ارامه كار وكړئ. كه چېرې مو له چاسره په ټاكلي وخت ژمنه اېښي وي او ناوخته شوئ، اندېښمن مه اوسئ، ځكه هغه پوهيږي، چې ترافيكي ستونزې زياتې او لارې بندې دي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 كاناډايۍ ښځه په ويښتانو كې فال ګوري!

د كاناډا" مادام ميري" د نړۍ هغه يواځينۍ ښځه ده، چې د ويښتانو له لارې د انمسان فال او طالع ګوري. 42 كلنه " مادام ميري" وايي، خپله دغه هيښنده وړتيا هله ورته څرګنده شوه، چې د يوې نږدې ملګرې ويښتان يې ورجوړول.
 مادام ميري وايي، د ويښتانو د جوړاوي پر مهال د ملګرې د راتلونكي كال بختونه، طالع او پېښې د يوه پرانستي كتاب په څېر ور څرګند شول. مادام ميري په خپل كور كې د فال كتلو دفتر پرانستى او د ورځې د 10- 12 تنو ويښتان ګوري. هغه د هر كس پر ويښتانو 15 دقيقې وخت نيسي او 75 ډالره فيس اخلي. مادام ميري دغې پوهې ته " هيير سكوپ" نوم وركړى او ويلي يې دي نورو ته يې هم ورښوولى شي.
 ويل كيږي د مادام ميري د رښتيا- درواغ مالومولو لپاره د فرانسې او برتانيې ځينې څيړونكي كاناډا ته تللي دي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 ژورنالستانو د ټوكوټكالو نوى ريكارډ ټينګ كړ

دوو استونيايي ژورنالستانو د ټوكو ټكالو پخوانى نړيوال ريكارډ مات كړ. د ريكارډونو د نړيوال كتاب " ګينس" په وينا، د ټوكو ټكالو مخكينى ريكارډ 60 ساعته و، چې پر 1988 كال په سويلي افريقا كې ټينګ شوى و.
 د ژورنالستانو اوسنى ريكارډ د استوانيا په تارو ښار كې د 25 كلن " والډوجالو" او 27 كلن" ايركي كولو" له خوا ټينګ شوى دى. د يوې هندي ورځپاڼې په وينا، نوموړ ژورنالستانو تر 61 ساعتونو پورې په راډيو كې پرلپسې ټوكې ټكالې وكړې.  په يوازې تن د ټوكو ټكالو نړيوال ريكارډ د پيرو يوه مشهور ټوكي فليپ كاربونيل ټينګ كړى ، هغه پر 1990 ز كال د ليما په شرټن هوټل كې تر 100 ساعتونو پورې ټوكې ټكالې وكړې.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د نړۍ تر ټولو زوړ ډرېور

د ورلډنيوز خبري شبكې په وينا، د برتانيې د برايتون ښار " ايډورډ نيوسوم" نومى ډريور د نړۍ تر ټولو زوړ ډرېور وپېژندل شو. د څيړنو او پلتڼنو له مخې ايډورډ د 1995 كال د جون تر 29مې نېټې پورې د ډرېورۍ چارې پرمخ بېولې. ايډورډ پر 1995 كال خپله 104 مه زېږكاليزه ونمانځله. هغه خپل لومړنى " فورډټي" موټر پر 1914 كال پېرلى و، جالبه لادا،چې هغه پخپل 104 كلن ژوند كې كله هم د بيمې له شركتونو د تاوان غوښتنه نه ده كړې.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 اته ساعته د كب په خېټه كې!!

د اسټراليا يو 49 كلن كب نيوونكى " ټورانسي كايس" تر اتو ساعتونو وروسته د وهيل كب له خېټې ژوندى راووت. ټورانسي د هند سمندرګي پر غاړو د كبانو پر نيولو بوخت و، ناڅاپه د سيند څپو ورواخست او د وهيل كب خولې ته يې ورواچاوه. ټورانسي له ځان سره اكسيجن لېږدولى و، وهيل كب پر دې بريالى نه شو، چې ټورانسي تر معدې تېر كړي، اخر اړ وت، چې د اګسا په سمندرغاړو كې يې قى كړي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 هغه د ورځې څوكيلو مېږيان نيسي!

د چين يو اوسېدونكى هره ورڅ يو زيات شمېر مېږيان خوري. نوموړى سړى د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره دا كار كوي. هغه څو كاله د ملا او بندونو له درد څخه سر ټكاوه او د ډاكټرانو درملو هېڅ ګټه نه وررسوله، بالاخره يې د مېږيانو په خوړلو سره د درد د كمېدو احساس وكړ، نو ځكه يې د مېږيانو په ښكار لاس پورې كړ. هغه ته په لومړي سر كې د مېږيانو ښكار يو سخت كار و، خو وروسته يې كولاى شول هره ورڅ پېنځه كيلوګرامه مېږيان ښكار او يو څه يې وخوري.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 له مېړه سره جګړه سرطان زېږوي!

د امريكا د متحده ايالتونو يوې څيړنيزې ډلې په خپل څيړنيز رپوټ كې ويلي، چې د مېړه او ښځې ترمنځ جګړه ددواړو پر روغتيا بدې اغيزې پر ېباسي. څيړنه وايي، دغه اغيز تر نارينه و پر ښځينه پاټكي زيات پرېوځي.
 د څيړنيزې ډلې يو تن ډاكټر" هولمن" وايي، چې د جنګ جګړو او كورنيو شخړو له امله مېرمنې پرېشانه كيږي او د سرطان په ګډون په ګڼ شمېر نورو ناروغيو اخته كيږي. رپوټ وايي، د ښځې او مېړه ترمنځ ورځنۍ او پرلپسې جګړه ددواړو اړخونو بدني دفاعي نظام هم له ستونزو سره مخامخوي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 ويښتان ولې سپينيږي؟

د ورلډ نيوز خبري شبكې په وينا، د انسان ويښتان د نازكو او نريو نلونو په څئېر راشنه كيږي او ديوه كوچني سوري ترڅنګ يو كوچنى "پياز" هم لري. د بدن ويښتان د " پيګمان" په نوم يو ډول رنګ پوښلي. كله، چې انسان د عمر له مخې ستريږي د "پيګمان" توليد ورو ورو كميږي او د ويښتانو په ساقو كې يوه هوا لرونكې فضا رامنځته كيږي او په پاى كې د ويښتانو سلولونه خپل اصلي رنګ " سپين رنګ" ته راګرځي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 له 97 كالو راسې بله ډېوه!

د اېټاليا د مشهور شاعر " دانتې" پر قبر له تېرو 97 كالو راهيسې ډېوه بليږي.
 د خبري سرچينو د خبر له مخې، دغه ډېوه د لومړي ځل لپاره د 1908 كال د سپتمبر په 13مه نېټه بله شوه او دهغه د پلرني كلي " فلورانس " وګړو ژمنه كړېده، چې دغه ډېوه به تر قيامته روښانه ساتي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 له كدوانو هم څراغونه جوړيږي!

د ويسټ انډيز په " ګودلا" سيمه كې ځايي خلك له كدوانو جوړ شوي لالټينونه ( څراغونه) كاروي.
 د لالټين لپاره په كدوانو كې سوري كيږي او په هر سوري كې بيا يو اور بلوكى ږدي، كله، چې لالټين په كوټه كې كېښودل شي ټوله كوټه رڼا كوي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 800 داسې توكي،چې د الله او محمد طبيعي نومونه پكې ښكاري

د افغانستان د كوهدامن د فرزه كلي يوه استوګن د تېرو 13 كلونو په ترڅ كې 800 داسې خوراكي توكي، تيږې، لرګي اونور څيزونه سره راټول كړي، چې سپېڅلې كليمه او د الله(ج) او محمد(ص) طبيعي نومونه پكې راغلي دي.
 شېرافغان وايي، دغه توكي او سپېڅلي نومونه يې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو، ځايي سيمو او نورو كسانو څخه تر لاسه كړيدي. دغه مبارك نومونه تر 800 پورې رسيږي، چې د هر يوه رنګه عكسونه يې هم اخستي دي. د الله او محمد دغه سپېڅلي نومونه په پخه ډوډۍ، تيږو، پېلوځي، مڼې، انګور، د زردالو په لرګيو، هګۍ، د پسونو په رمه، لوبيا، فيروزه ډبرې، غمي، انار، خربوزې او نورو څيزونو كې په طبيعي بڼه راغلي دي، چې د خداى( ج ) د لويۍ او عظمت څرګندويي كوي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 فېشن مرګ ورته راوړ!

د ارجنټاين په پلازمېنه " بونس ايرس " كې يوه مېرمن په داسې حال كې مړه شوه، چې د خپلو ويښتانو په وچولو او ګوړګويتي كولو بوخته وه.
 " ايوا ارنيكا" غوښتل د ويښتانو په وچوونكي ماشين خپل لانده ويښتان وچ كړي، د ماشين د حرارت درجه يې 250 ته لوړه كړه، دغه لوړ حرارت د ارنيكا پر دماغو ډېر بد اغيز وكړ او بېسده شوه. ارنيك د دماغي شوك له امله تر ډېره ونه پايېده او په روغتون كې يې ساه وركړه.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 88 ساعته ښوونيزه ناسته!

اى ايلانته وان ماليزيايي په 88 ساعته ښوونيزې ناستې سره وكړاى شول ، د ګينس د نړيوالو ريكارډونو كتاب ته لاره ومومي. 42 كلن وان د ماليزيا په سويلي ښار" كلوانګ" كې د 30 ټولګيو زده كوونكو ته تر 88 ساعتونو پورې پرله پسې لوست وركړ. وان تر خپل څلور ورځني درس وروسته وويل، چې د پرله پسې درس او ودرېدا له امله يې په ملا كې درد پيدا شو. هغه په هر شپږ ساعته تدريس كې 10 دقيقې ارام كاوه. د نيوسټريټس ټايمز ورځپاڼې په وينا " وان" په هرساعت كې يوځل اوبه څښلې. هغه تېر اګست هم له ځنډ پرته 42 ساعته درس وركړى و.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 ښيښه او زهر هم خوړل كيږي؟

"مرجيد لامبا" يوازينى هندو دى، چې ښيښې او نايټريك اسپټر" زهر" خوري. لامبا د زهرو او ښيښو له خوراك سره سره په تن روغ برېښي، په داسې حال كې ، چې نايټريك اسپنټر دومره اغيزناك زهر دي، چې كه اوبو ته يې يو څاڅكى ولويږي، څو كسه وژلى شي.
 لامبا د كلكتې په ښار كې اوسيږي او پر دې باور دى،چې نن سبا د خوراك او څښاك توكي پاك او سپېڅلي نه پيدا كيږي، نوځكه، خو په كار ده،زهر او ښيښو ته مخ واړوو. لامبا وايي، په پيل كې زهرو يوڅه تكليف ور رساوه، خو وروسته ورسره عادي شو.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د سرونو د كوپړيو سوغات موليدلاى؟

د چين په شمال ختيزو سيمو كې ۱۲۱ هغه جمجمې يا د سر كوپړۍ،چې مخينه يې تېرونږدې كلونو ته رسيږي،د جامونو او كوزه ړيو د جوړولو لپاره نيمې شوې دي. د ايسكا نيوز خبري اژانس د خبر پر بنسټ، د چين د ګانسو ايالت د لانجو ښار جنايي پوليسو ويلي، چې د سركوپړيو په اړه يې رپوټ ترلاسه كړى، خو له بده مرغه د يوه سيمه ييز كرګر له خوا پر تبتي كولالانو پلورل شوې،چې جامونه او نور توكي ترې جوړ كړي. دغه سركوپړۍ د هغو كسانو پاتې شوني دي،چې د چين د شمال ختيزو سيمو په ټولوژنو كې وژل شويدي. 
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 ويډيويي لوبې ماشومان چاغوي

د امريكا د لويديزې ويرجينا وګړي د ماشومانو د نه چاغښت له ستونزې سره مخ دي. د ايسكانيوزد علمي او څيړنيز سروېس په وينا،د ويرجينيا په ۱۵۷ ښوونځيو كې ويډيويي لوبې پيل شوې او ټاكل شوېده نڅالرونكې او نورې لوبې هم پكې ځاى كړاى شي. په ويرجينيا كې د جسمي روزنې پوهنتون يو استاد ليندا ګارسون وايي،چې لس كلن او څوارلس كلن هلكان زموږ په لومړيتوبونو كې راځي.د ګارسون په وينا، ويډيويي لوبې د ماشومانو پر وجود اغيز پرېباسي او كولاى شي د هغوى د وجود په روغه وده كې ونډه واخلي. ليندا وايي، په دې اړه يې يوه پروژه پر كار اچولې،چې نږدې ۵۰۰ زره ډالره به پرې ولګي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د ماتو زړونو موزيم جوړ شو

په كرواسيا كې د ماتو زړونو لپاره يو ځانګړى موزيم پرانستل شو.
 د انانوا خبري اژانس د خبر پر بنسټ، درازن ګرويسيچ او الينكاويستيكا په خپله مينه كې مات شوي او هوډ يې وكړ د مات زړو لپاره يو موزيم پرانيزي. په دغه موزيم كې د كرواشيا هېواد د مشهورو عاشقانو او هغو كسانو،چې په مينو كې يې ماتې خوړلې، اثار او انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي. په دغو اثارو كې عاشقان ليكونه، بېرته ګرځېدلې ګلګېډۍ، د عاشقانه خاطرو كتابچې او...شامل دي. د موزيم بنسټګران وايي، دا د نړۍ لومړنۍ موزيم دى،چې د مات زړو كسانو په اړه اثار وړاندې كوي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د يو جوړ بوټانو له لاسه اوبو يووړ!

د برتانيې ساحلي كارډ اعلان وكړ،چې يو ۲۱ كلن هلك،چې په ښكاره نېشه برېښېده، د خپلې چنغلي د بوټانو د ژغورنې له امله اوبو يووړ.
 د فرانس پرېس خبري اژانس د خبر پر بنسټ،كله،چې جينۍ و پوهېده،چې نه يې بوټان وموندل او نه يې هم د خاوند درك لګي، په چيغو يې پيل وكړ،چې مېړه مې اوبو يووړ. جينۍ ژر د ساحلي ګارډ پوستې ته منډه كړل، چې د خاوند غم يې وخوري، خو د ګارډ لامبو وهونكو تر ځلورو ساعتو ورو سته يوازې ددې د خاوند مړى وموند. د بوټان په اړه يې لا څه نه دي ويل شوي،چې موندل شوي او كه نه؟

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د نړۍ تر ټولو ستر دسترخوان

د امريكا د متحدو ايالتونو يوه دسترخوان د نړۍ د ستر دسترخوان په توګه د نړيوالو ريكارډونو په كتاب كې ثبت شو.پر دغه دسترخوان ۵۱۰ ډوله خوراكونه اېښودل شوي وو. دغه دسترخوان د امريكا په لاس ويګاس ايالت كې جوړ شوى او ۱۵۲ متره اوږدوالى لري. د دسترخوان د سمبالوونكو په وينا، پر دسترخوان تېره اونۍ ۴۰ ډوله سوپ، ۱۰۰ ډوله سالاډ او ۱۵۰ ډوله نور خوراكونه وخوړل شول

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 انګريزان تر ټولو ترخه مرچكي خوري

د نړۍ تر ټولو ترخه مرچكي د برتانيې په (دورست) سيمه كې پالل كيږي. د ډيلي ټلګراف ورځپاڼې په وينا،دغه مرچكي ( ناګا دورست) نوميږي او دومره ترخه او توند دي، كه غواړئ مات يې كړئ مخكې له مخكې بايد لاسماغي ( دستكش) په لاس كړئ او په باد او شمال كې يې دانې راوباسئ. د امريكا د يوه ازميښتون په باور، دغه مرچكي په ګينس كتاب كې تر ثبتو شويو مرچكيو ۶۰ % قوي دي. د مرچكيو د تريخوالي كچه د ( سكوويل) په نوم د يوه واحد په وسيله كچل كيږي. د ناګا مرچكيو د تريخوالي كچه ۸۷۶ او ۹۷۰ زره اټكل كيږي. په دې حساب سړى ويلاى شي،چې انګرېزان د نړۍ تر ټولو ترخه مرچكي خوري.د پخوانيو ترخو مرچكيو تريخكچه ۵۷۷ سكوويله اټكل شوېده. دغه مرچكي په بنګله دېش كې كرل كيږي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
  هندواڼې په څېر ليموګان موليدلي؟

د چينايي لېموګانو په اړه به مو اورېدلي وي او ليدلي وي، چې دېر كوچني دي، خو د قبرس ټاپو په يوه كليواله سيمه كې داسې ليموګان موندل شوي،چې دوه دوه كيلو وزن لري. كرپوهان وايي، د غه ليموګان د نورو هغو په څېر عادي خوند او رنګ لري او د ودې په موخه يې كيمياوي سره نه ده وركړې. كرپوهانو دغه ليموګان له ځانه سره وړي او هڅه كوي د ودې او غټوالي لاملونه يې ومومي. 
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 نور نو موټر سايكل له تېلو پرته ځغلولى شئ

د اروګواى هېواد يوتن ښوونكى پر دې بريالى شو، چې په هوا چلېدونكى ټپ ټپ( موټرسايكل )جوړ كړي. دغه ښوونكى د اوګوې په يوه ښوونځي كې د فزيك ، رياضى او طبعي پوهو درس وركوي. ددغه ټپ ټپ موتور هوا جذبوي او په يوه خوندي ځاى كې يې سوځوي او د سون تودوخه د ټپ ټپ له خوځون سره مرسته كوي. دغه ټپ ټپ لس لېټره هوا زېرمه كوي او تر سلو كيلو مټرو پورې پرې تللاى شي. 
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د جينۍ د غوښو كباب يې وخوړ!

جامي رزبولين له خپل پلار سره يوځاى د اوكلاهوما په پورسل كې د كباب غوښې ته ناست و. ۱۶كلن كوين ري اندرود خپله ګاوندۍ لس كلنه جينۍ حلاله كړه ،څو كباب يې كړي او غوښه يې وخوري. د ګارډين په وينا، پوليسو د جينۍ د مړي ټوټې د اندرود په كوركې له يوې پلاسټيكي ټوټې راواېستې. د اوكلاهوما محكمې پرېكړه كړې،چې قاتل ته د مرګ سزا وركړي، ځكه دغه كار د يوې سنجونې او مخكيني پلان له مخې ترسره شوى دى. ويل كيږي اندرود جينۍ د خپل موږك له لارې بوخته ساتلې وه او په دې توكګه يې لوبوله، چې يوه ورځ يې ووژني او غوښه يې وخوري. 
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د نړۍ تر ټولو ګران ښارونه

توكيو، اوزاكا، او لندن د نړٰ تر ټولو ګرانبيه ښارونه بلل كيږي. نيويارك د امريكا ترټولو ګران ښار د نړۍ ۱۳ ګرانبيه ښار بلل كيږي. د اسوشيتد پرس خبري اژانس د خبر پر بنسټ،په لندن كې د ملي بس كرايه ۱۷۵ افغانۍ ، په پراګ كې ۲۵ افغانۍ، په دوبلين كې ۸۰ افغانۍ او په پاريس كې ۹۰ افغانيو ته رسيږي.
 په سويلي امريكا كې د اسونسيون او پاراګوې ښارونه د نړۍ تر ټولو ارزانه ښارونه بلل كيږي. توكيو، اوزاكا، ميونيخ، لندن ،مسكو، سيول، ژنيو، زوريخ، كوپنهاګن،هانګ كانګ، اوسلو، د نړۍ تر ټولو ګرانبيه ښارونه بلل كيږي. 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 تر ټولو ستره نذرانه پخه شوه

د اېران په مراغه سيمه كې د رسول الله (ص) د رحلت د تلينغونډې په ترڅ كې د نړۍ تر ټولو ستره نذرانه وشوه. په دغه اخلي پخلي كې دېرشو تنو پخليوالو( اشپزانو) برخه اخستې وه او او په ۴۸ ساعتونو كې يې د پخلي چارې بشپړې كړې. په پخلي كې ۱۱۰ دېګونه، ۳۸۰۰ كيلوګرامه وريژې، ۳۰۰ كيلوګرامه غوښه ۵۵۰ كيلوګرامه سابه او ۴۰۰ كيلو ګرامه لوبيا كارول شوېده. د خوراك ټول وزن ۵۰۰۰ كيلوګرامو ته رسېده.
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 شودې سړى چاغوي

د برتانيې د برېستول پوهنتون د څيړنو پايلې وايي،هغه ماشومان،چې د مورنۍ شيدو پرځاى پوډري او نورې شودې وركول كيږي، تر نورو ډېر چاغيږي.
 د سكانزمن د رپوټ له مخې، څيړونكو پر نږدې ۸۸۰ ماشومانو څيړنې كړې او دا يې موندلې،چې د پوډري شودو ماشومانو د نورو هغو په پرتله ژر وده كوي او وجود يې وازده نه ذخيره كوي. څيړونكي وايي، كله،چې ماشومان پر پوډري شودو روږدي شي بيا نو تر نورو زيات خوراك كوي. 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 مچۍ مو د ځمكې له تودوخې خبروي

د څيړونكو په وينا، مچۍ د هواپوهنې تر ټولو ښه وسله ده. انګرېزان وايي، كه مچۍ له خپل ټاكلي مهال مخكې راشي، په قطعي ډول به د هوا درجه بدلون مومي. مچۍ زياتره د سړو په موسم كې ژمنى خوب كوي، خو كه له خوبه ژر راپاڅي نو پر دې پوه شئ،چې هوا ژر توده شوېده.څيړونكي وايي، سږ كال په برېتانيا او نوره نړۍ كې مچۍ تر خپل ټاكلي وخت مخكې له خوبه پاڅېدلې او دا ددې خبرې ښكارندويي كوي، چې د ځمكې د تودوخې درجه لوړه شوېده. څيړونكي وايي، د مچيو په ډېرېدو سره به د ځمكې تودوخه هم ډېره شي. 
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 چاكلېټي اوبه !

د برتانيې يوه شركت داسې اوبه جوړې كړې، چې د چاكليټو خوند وركوي. دغه اوبه د ماشومانو لپاره جوړې شوې، چې اړتيا پر وخت يې د ښه خوند له امله وڅښلاى شي. د ماشومانو په اړه شكايت كيږي، چې د بدن له اړتيا سره سمې اوبه نه څښي. دغه اوبه چې 2 پ نوميږي، د نورو اوبو په څېر رڼې دي، خو كالوري يې ډېره ده. ويل كيږي دغه اوبه به د 2006 كال تر پايه بازار ته وړاندې شي. 
 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 د پلتخنيك محصلينو د بوډۍ ټال جوړ كړ

د فلپين د پولي تخنيك پوهنځي 31 زره محصلينو په يوه انساني پرله غښتي كتار سره د نړۍ تر ټولو ستر انساني بوډۍ ټال جوړ كړ. دغو محصلينو د بوډۍ ټال د طبيعي رنګونو په څېر منظمې رنګه جامې اغوستې وې او څو كيلومټره اوږده زېړه زرغونه يې جوړه كړې وه. د ريكارډونو نړيوال كتاب ويلي، چې ددغو محصلينو نومونه به په خپل كتاب كې وليكي. 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 ساه كښ موبايل راووت!

ستاسو په اند بيساه توكي كولاى شي ساه واخلي؟ د المان د مخابراوتو شركت يو نوى ګرځند ټليفون جوړ كړى، چې د ستونزو پرمهال ساه وباسي. دغه موبايل د كاروونكي د شاوخوا چاپيريال د هوا په اړه مالومات وركوي او خپل څښتن د هوا له ښه والي او خرابي خبروي. 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 په افغانستان كې د اوږده ليك ريكارډ

دكال تر ټولو اوږدليك ،چې تر 1600 مترو زيات اوږدوالى لري، دنوي كال په اړه په هرات كې نندارې ته وړاندې شو. دغه ليك دهرات ښار دتجربوي لېسې دشپږم ټولګي زده كوونكې ريان سادات ليكلى. په دغه ليك كې شعر،علمي ، روزنيز او عمومي معلومات شامل دي او په 106 اوږدو ليكونو كې يې لومړى مقام ګټلى دى. په دغه نندارتون كې ١٥٠٠متره او١٣٠٠متره ليكونو په ترتيب سره دوهم او دريم ځايونه تر لاسه كړيدي.د نندراتون د ټولو ليكونو اوږدوالى 1900 كيلومټره كيږي.

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 نيل سيند ۱۰۶ كيلومټره اوږد شو

يوه برتانوي سيلاني تر ۸۹ ورځني سفر وروسته دعوا وكړه، چې د نيل رود اوږدوالى تر پخوانۍ كچې ۱۰۶ كيلومټره زيات دى. نيل ميك ګريكو پوره ۸۹ ورځې د نيل پر شاوخوا وګرځېد او سور او اوږدوالى يې هم اندازه كړ. هغه وايي، په كتابونو كې درج شوې اندازه سمه نه ده. هغه وايي، د نيل ټولې اندازې له هوا او سپوږمكيو اخستل شوې او دقيقيې نه دى. ګريكور وايي، زما كچنې دا وښوده، چې نيل رود ۱۰۶ كيلومټره كوچنى ښودل شوى دى. 

|+| ليکوال رحمت الله وزير در  |
 
 
پورته